بابا ته
بابا ! دا ډېــره مـــوده وشوه چې آحـــوال دې نشته
نه چې نازک، نه چې شاعــره زړه دې آزار لیـدلی
په خـدای قسـم ما ته مې مات زړه گـــواهي راکوي
چې کوم یوشک دې بیا د ښکلي زړگې ښار نیولی
بابا ! منــــم ته به خپــه يي او گیـــــگ به لـــــري
خو مـــوږه هـم د بې وسیـــو پر امبــــار پراته یو
مـــوږه چې ستـــــــرگې غرولي به غمونو سر یو
د خپـــلو مــاتو مـاتو هیــــــلو پر مــزار پراته یو
ته خو ښه وي ، تا مستـي او هم ځــــواني لـــرگ
که نور څه نه و، نو پغمـان او ننـگرهار دې ولید
څومره خوشبخت وي چې چونغر ته به زړه تشاوه
او د باگـــرام د ښاپیـــریو هر یو ښار دې ولــــید
مـــوږه گ مــوره په قفس ، په جیلخـــانه کې پیـدا
مــــوږه فلــــک یو د ستـــــم بندیخـــانه کې پیـــدا
بابا ! منـي چې موږه خپــل کلی او شـــار و نه لید
مــــوږه د دا رنگــــــــه نا دودو زمـانه کې پیـــدا
مـــــوږه په لـــږ عمــر هم کفـــر هم اسلام وکتـــــو
هم مومـــــــــلا نه د کافرو لاسنیــــــــــوی ولیـــــده
بیـــــا مو امـــــــام په اوږده ږیـــــــره او سپینه قبـا
د یوې ښــــــکلې فاحشې د کـــــوڅې سپی ولیــده
بابا ! دا ډېــره مـــوده وشوه چې آحـــوال دې نشته
نه چې نازک، نه چې شاعـــــره زړه دې آزار لیــدلی
په خـــدای قسـم ما ته مې مـات زړه گـــواهي راکوي
چې کــوم یو شک دې بیا د ښـکلي زړگې ښار نیولی
بابا خبــــــر يې چې وطن بانـــــــدې دې څه تېرېږي
هم دې هري، هم دې پخدې هم دې بامیان وسوځېد
هر یو ارزښت يې د چلـــــم په سرخـانه کې ایښی
دلته جومــات، دلته کتـــاب دلته قــــرآن وسوځېد
به تا چې گـــــــران وو آ، د ښکلو ښاپيــــــریو وطن
هغه وطن د ترابــــــان دیو پنجــــو کې بنــــــــد دی
تايې چې هر کــــــــاڼې، او بوټۍ په سندرو ونمانځه
هغه د سرو گلــــــــــونو کلی په لمبو کې گیــــر دی
ښه ده چې لرې يې، خبــــر نه يې، لیدی یې نه شي
دلته سنــــدرو ته، نغمــــــــو ته هم سزا ورکـــــوي
دلې که شــــکلې ښاپيـــرۍ زلفــو ته څنـــډ ورکوي
دُرو په سر، دُرو په مُـــــــــلا ورته مــــلا ورکوي
تا ته یادېـــــــږي د کـــــــابل د ښاپیــــــــریو حسن
چې يې د لمـــــــــر گ رڼاگــــــانو نه هم ستر کاوه
مــــــا د پنجــــاب د تور لینگیــــوښار کې ولیــدلې
چې يې یوې لمـــــــړۍ ډوډۍ لپـــــاره فقر کــاوه
زموږ مشــــرانو موږ ته یو وطن خطــا پرې ایښې
زمـــوږه نسل د مشـــــرانو په گنـــــــاه کې سوځي
لـــــکه (ٍثمود) چې د یو څو تنــــــو گنــاه کې وسو
دا لـــوی وطن د خطا کارو په ســــــزا کې سوځي
بابا ! دا ډېــره مـــوده وشوه چې آحــــوال دې نشته
نه چې نازک، نه چې شاعــره زړه دې آزار لیـدلی
په خـدای قسـم ما ته مې مات زړه گـــواهي راکوي
چې کوم یو شک دې بیا د ښکلي زړگې ښار نیولی
۸ جولای ۱۹۹۹ پېښور پشتونخوا
عبدالهادی هادی