تصنیفونه تصویري البوم صوتي ارشیف ویدیوي آرشیف علمي رسالې خپور شوي رسالې د نورو لیکنې ژوند لیک کور

 

اکادیمسین سلیمان لایق او د ده فرهنگي ژوند

لنډۍ د پښتون د نړۍ لید بشپړ تصویر

افغانستان یو داسې لرغوني هیواد دی چه له ډېرې پخوانۍ زمانې څخه را په دې خوا د داسې قومونو او ملتونو د فرهنگونو د بهیر په څلور لارې کې واقع شوی دی کوم جې توفاني او متلاطم تاریخ یې درلود.
افغانستان د خپل حساس موقعیت له کبله چه د هندوستان د افسانوي هیواد د لاري پر سر پروت و، د هند مادي او معنوي شتمنۍ ته د رسېدلو په هیله، د تاریخ په پرله پسې پیړیو کې د سترو فاتحانو او نظامي یرغلگرو د لامونو او تاړاکونو هدف و. له بله پلوه د آشیا د شمال او جنوب، ختیځ او لوېدیځ تجارتي لار و، چې د مرکزي آشیا د غرنیو غوټو په سیمه کې د هندوکش پر غاړو غړانگو تېرېدلې، افغانستان د تاریخ په ټولو پېړیوکې له بیلابیلو فرهنگونو سره په ارتباط کې وساته. پر دې سربېره په نظامي شخړوکې ویاړمنو بریو او ترخو ماتو، پرله پسې مهاجرتونو، د هیواد د جلا سیمو اقلیمي تنوع او طبیعي رنگارنگیو او نورو محیطي او ټولنیزو عواملو، په دې هیوادکې د بېلابېلو فرهنگونو له امتزاج څخه یو ډېر غني او درنې منځ پانگې یو بې ساری فرهنگ منځ ته راووست.
د افغانستان ولسونه چې د قومي او توکمیز تنوع او نورو ځانگړنو په وجه په مجموع کې یوه ممتازه او ښکلې ټولنه جوړوي، په گډه د دغه عالي فرهنگ جوړوونکې دي کوم چې افغانان يې افغاني فرهنگ بولي. د دغو ولسونو چې د تاریخي جوشش د اوږده بهیر تر شرائطو لاندې سره متحد شویدي، یو داسې رنگین میناتوري فرهنگ رامنځ ته کړي دی چې په ټول کې هر یو او په هر یوکې ټول غبرگون لري. د افغاني فرهنگ تر ټولو لرغوني او غني برخه د هغه فلکلور دی. د افغانستان د تاریخ او ټولنیز جوړښټ د څېړلو لپاره د افغاني فلکلور مطالعه او د هغه ځېړنه یو حتمي شرط دی.

فلکلور څه دی؟
کله چې د یوې ټولنې د فبکلور په بارهکې خبرې کېږي، مراديې د هغې اسطورې، دودونه، خرافات، افسانې، متلونه، لوبې، کیسۍ، شفاهي روایات، ویاړنې، ساندې او نور وي. فلکلور د ټولنې د واقعي تفکر، نگېرنو او احساساتو څرگندوی دی. زاړه ولسونه تر ځوانو ولسونو د عامیانه اعتقادونو او خرافاتو د لرلو او پاللو له اړخه زیات شتمن دي، په تېره هغه ولسونه چه له نورو نژادونو سره يې زیاته ناسته ولاړه کړې وي او د دې په وجه يې د هغوی دودونه، فکرونه، اخلاق او خرافات جذب کړي وي.
د افغانستان طبیعي جوړښت او په هغه کې د ځینې داسې سیمو شته والی چې لوړو غرونو، ځوړو سینونو او نورو طبیعي خنډونو راچاپېر کړي دي داسې عوامل رامنځ ته کړي چې د ډېرو لرغونو مدنیتونو پاته شوني يې په ځان کې خوندي کړي او زمږ تر مهال پورې يې رارسولي دي. خو د دې تاریخي وطن ځینې ولسونه چې په خپلو ناووکې د لوړو څوکو، گورو ځنگلونو او ژورو درو په چاپیریال کې له گاونډیو سیمو څخه راجلا شوي او د هغوی د متحول ژوند له اغېزو څخه منقطع شوي دي، له خپلو گاونډیانو سره د ناستې ولاړې د امکان د نستوالي او په خپلوکې د نغښتل کېدو له کبله، په ځانگړو فرهنگي جزیروکې منزوي شوي دی. د واخان دهلېز ته ورڅېرمه د هندوکش تړلیو درو، د آریايې او یونانو باختري قبایلو پاته شوني په ځان کې رانغښتي دي. همدا راز د بلوریانا د ( کامدیش، وایگل، واما ) او حتی د غربي نورستان زړه وړونکې افسانوي درې، د یادو شویو فرهنگي جزیرو تړلې سیمي دي. دغه منزوي جزیرې د خپل ځېږه طبیعت، لوړو غرونو، ځنگلونو، یخچالونو، گړندیو رودونو او د مساپرو لپاره د بې خطره هوارو لارو د نشتوالي په وجه چې نتیجه يې په لسهاوو پېړیوکې، د دې سیمي د استوگنو توکمونو او اتنیکو ډلو اوږده انزوا ده، د داسې نگه او لاس نه خوړلي فلکلور نتیجې په ځان کې ساتلي دي چې د هر آگاه متمدن انسان د ایرانتیا او لېوالتیا موجب گرزي. زما په خپل خیال دغه فرهنگې جزیرې چې د طبیعت په جلال او کمال کې يې د لرغوني فرهنگ رښتیندويې او بې سارې نمونې تر دې مهال پورې ساتلې دي، تر موزیمونو او فرهنگي نندارتونونو ډېر لوړ ارزښت لري. څومره به ښه وه که نورستان د اجنبي لوټمارانو له روان یلغار څخه چې د جهاد په نامه ټول لرغوني آثار او فرهنگې مظاهر سوځي او د ژوند له چاپېریال څخه نیولې د ټولنې تر دود دستور پورې هر څه ویجاړوي او مسخ کوي يې، خوندي شوی پاتي شوی وای. د غو یادو شویو گوښیو سیمو فلکلوري شعرونه چې په ښکلا، سپېڅلتوب، او عشقي هیجان کې ساری نه لري، زموږ د وطن یوه داسې ناسپړل شوې خزانه ده چې لکه جادويي آیینه د ډېرو لري زمانو آثار او اسرار زنوږ مخ ته اېښوولای شي.
د بلوریانا ( نورستان ) په یوه فلکلوري شعر کې ویل شوي دۍ:

« سین لکه وحشي غویی رمباړې وهي،
اې ښکلې نجلۍ چې په بر برج کې ناسته يې!
طلايي څڼې دې وڅڼده
ما د دې ډبرین دیوال له بیخ څخه،
پورته در وخېژوه »

یو بل مثال: د جنوب شرقي افغانستان په سرحدي آزاد قبائلوکې کوم ځای چې د سلیمان د غرونو غوټې د ختیځ او لوېدیځ پر لور راغوړېدلې دي، د پښتنو قبائلو د لروغونو پښ،، پاته شوني ژوند کوي. دغه قبائل چې لا تر اوسه د غرونو په لوړو ولیو او په نیم تړلیو فرهنگي جزیروکې اوسېږي، ځینې خاصې شپې د ځانگړو دودونو له مخې لمانځي. د برات شپه له همدغو شپو څخه یوه شپه ده. په دې شپه د کلي نجونه او ماښومان ماښام مهال د کلاگانو او کورونو بامونوته پورته کېږي او د بېدیا پر لوري د برجونو او بامونو پرلوړو زیو هغهخ لگول شوي مشالونه هوا ته پورته کوي چې له دودیزو محلي موادو څخه جوړ شوي او د لکړو پر سر نصب شوي وي. په دې جشني دودگې تنکي زلمیان او پیغلې، لگولي مشالونه له یوې خوا بلې خوا ته خوځوي او شعر ته ورته ځانگړې مقفی او مسجع دعاگانې په لوړ آواز بولي.
له نن څخه شپیته کاله وړاندې ما په ځپله هم د برات مشال د پلرني کور په بام لگولی او د ښرني په هواره ناوه کې مې په همدې شپه د کلاگانو پر دیوالونو او بامونو د سلگونو بل شویو مشالونو له هیجان څخه ډکه ننداره کړې ده. خو زموږ په ښرنه کې د مشالونو دعا لا هماغه وخت له رواجه لوېدلې او هېره شوې وه. په جنوب ختیځو او جنوبې پښتنوکې د شلمې پېړۍ له دوهمې لسیزي څخه را په دې خوا د فلکلورونو د استحالې او بې پتې کېدو بهیر په بې سارې توگه گړندی شوی دی.
زما خدای بخشلی پلار چې د تاریخي او فرهنگي معلوماتو په کچه یو مثقف سړی و او له ۱۹۱۹ع وروسته په وزیرستان کې د انگریزي استعمار پر ضد جنگېدلی و، د گوملې په شا و خواکې يې د یوې قبیلې د برات د مشالونو دغه دعا په یاد وه:

« زړونه مو روښان که خدایه
کــــلی مــــو روښان که خدایه
کـــورونه مو روښان که خدایه
ډک په موږ میـــدان که خدایه!»

پلار د خپلې حافظې په وجه، د وروستۍ فقرې په صحت شکمن و او ویل به يې: شگ لرم چې همدا صورت به يې سم وي او که دا بل چې په کې ویل کېږي: موږه روغ په ځان که خدایه. له قرینو څخه داسې معاومېږي چې لومړی وریانت به سم وي، دا ځکه چې پخواني پښتانه د پرله پسې مهاجرتونو او د خپل ټاټوبي او ورشوگانو د دفاع او حفاظت په خاطر د زوزات په تېره بیا د زمنو د کثرت لېوال وو. د بیټ نیکه مشهوره دعا هم د لومړني صورت ارجحیت پیاوړی کوي چې وايي.

« دا وگړي ډېد کړې خدایه
اویه خدایه، لویه خدایه ! »

د افغانستان ختیځ قبائل له هغې جملې څخه شینواري زېږنده ښځې ته د زرغونې لمنې مېرمن وايي، او زمن زېږې (زمن راوړونکې مېرمنې ) ته په ډېره درنه سترگه گوري.
دغه راز منظوم سرودونه، مناجات او دعاگانې چې افغانستان ته د اسلام تر راتگه د مخه، د تاریخ له برو پولو او لري واټنونوڅخه د ډېرو پیچلو لارو له پریکولو وروسته له یو څه توپير سره تر موږ پورې رارسېدلي دي، د افغانانو د تاریخي سرگذشت د ورکو لارو د پیدا کولو او مشخصولو لپاره دومره اهمیت لري لکه د مصر د خلکو د تاریخ د څېړنې لپاره يې چې هرمونه لري.
اصلي پوښتنه دا ده چې دغه سرودونه او آوازونه چې په یوه وخت له خپرو بیابانونو تر پېچلیو غرونو او زرغونو ناوو پورې، له کلي او کېږدۍ څخه راولاوېږي، له کومه راغلي دي؟ دا له رڼايي سره مینه او هغه ته د انسان لېوالتیا، د تاریخ د کوم ظلمت سرای له وېرې، د بیابانونو او غرونو د اوسېدونکو ژبو او زړونوته لار بیدا کړې ده؟ دغه رڼا د زردشت له رڼا او لرغونې بلخ له مشالونو او اورغلیو سره څه تړاو او خپلوي لري؟ زردشتیان د نوروز په ورځ د « فروردینگاه » اختر (جشن) لمانځي. هغوی معتقد دي چې په دي ورځ فره وش ( د مړو ارواح ) له آسمانونو څخه د خپلوانو د لیدو لپاره ځمکې ته را کوزېږي، ځکه خو د هغوی د هرکلي او ښه راغلاست لپاره د غرونو په څوکه اور بلوي او ځانگړي دودونه سرته رسوي. زموږ مندو به د برات په شپه موږته زموږ د مړو د ارواحو په بارهکې ویل، ماښامي زموږ د مړو ارواوي زموږ کورونو ته راخي او گوري چې آیا موږ هغوی یادوو او په خیر خیرات يې لمانځو او نه راڅخه هېر شوي دي. هغوی به کټ مټ همدا اسطوره يې روایت د خپلې دینې عقیدې په توگه بیاناوه، ټولو کورونو به د مړو شپه جومات ته د غړیو په لېږلو لمانځله او له خدای څخه بّ يې مړو ته د مغفرت غوښتنه کوله. داسې ښکارېږي چې د دې تاریخي تطور په بهیرکې زردشتي او بودايي اسطورې له اسلامي روایاتو سره اخښل شويې او په فرهنگي توگه يې د خلکو په باورونو او د ټولنې په فرهنگي انستیوتونو کې رسوب کړی دی.
دغه پوښتنې په موږکې د ځمکې د همېشنیو اوسېدونکود ځواب موندلو تنده او هیجان پیدا کوي او موږ دې ته هڅوي چې هماغه پخوانۍ فلسفي پوښتنه تکرار کړو: له کومه راغلي یو او کومې خواته ځو؟
افغاني فلکلور چې په غارونوکې د انسان د هستوگنې او د کورنیو او تپو د لومړنیو ټوانیزو سلولونو له تشکیل سره یوځای راپیدا شوی دی، په ځمکه کې د ټولنیز سړي د نگېرنو د تاریخي څذنگوالي او تطور دبیان یو تر ټولو ښکارنده او رښتیندویه بېلگه ده.
په حقیقت کې د فلکلور دنیا د انساني پرگنو دنیا ده. له لرغونو زمانو څخه را په دې خوا انساني پرگنو، لکه سمندر څپې یو په بل پسې مغم ته مخه کړيې او په هغه کې اوسېدلي دي. هغوی په دې تگ راتگ، اوسېدو او پایښت کې، د خوښیو له لوړو څوکو څخه د غمونو تر ژور تل پورې لار وهلې ده، بري او برخې ته رسېدلې دي او ړرسره يې د ترخو ماتو او تورو بدمرغیو نا تارونه تېر کړي او زغملي دي. هر نسل بل نسل ته لکه څپه لبې څپې ته لار پرانستې او د خپلې زمانې یادگارونه يې ورته پرې ایښي دي، او په دې لړکې شته دي هغه مرغلرې چې د دې لېواله او بې ټاټوبې سمندر د تاریخ د ځنځیر په کړیو او پېړیوکې له یوې غاړې څخه بلې ته او له یوه مړوند څخه بل ته، انساني ښکلا او سینگار لېږدوي.
فلکلور یو داسې مست سین ته ورته دی چې په خپل بهیرکې له ساراگانو، ناوونو، جلگو او ځنگلونو څخه تېرېږي. د هرې برخې طبیعت هغه ته د خپلو ځانگړنو مطابق بڼه ورکوي او روز متقابلا د خپل الزامي بهیر او حرکت سره سم د هغوی په جړاو او سینگارکې بو څه زیاتوي، او اوبه چې د سین اصلي منځ پانگه او مضمون دی، د خپلې اوږدې تگ لارې په بهیرکې خپل اوبځن ماهیت نه بدلوي. د سین شکلي خواص لکه مستي، شور، کرارتیا او څياندتیا، څرخېدل او نورې فزسکي ځانگړنې د هغه په منځ پانگه باندې اغېزه نه لري او د اوبو ماهیت نه بدلوي. لکه څنگه چې همدې استعاري مثال کې بیان شوه، فلکلورونه له یوې زمانې څخه بلې زمتنې ته او له یوې ټولنې څخه بلې ته په انتقال او استبدال کې خپله بڼه بدلدي او بدلولايې شي، لیکن خپل ماهیت نه بدلوي او له دسر چینو سره رابطه نه شکوي. د همدې ماهوې ثبات په وجه د خپل ټولنیز محیط د خلکو د ژوند د شېوې، تفکر او احساساتو له بیان څخه لاس نه اخلي او خپله مبدأ نه هېروي.
ادوارد تایلر چې د فلکلور په برخه کې يې په زړه پورې څېړنې سرته رسولې دي، وایی: « کله چې موږ د کېږدیو د اوسېدونکو عقیدې له متمدنو ټولنو سره پرتله کوو په ایرنتیا گورو چې د ټیټ تمدن زیاتې برخي، په ډېر کم توپیر په لوړ تمدن کې لیدل کېږي او په ځینو برخوکې پوره یو بل ته ورته دی.»
زما مقصد دا نه دی چې دلته دغه روان بحث د خلکو د پرگنو د عقیدو او فکرونو د پیدايښت د سر چینو څېړنې ته وروغځوم، بلکې غواړم په انډه او ساده توگه وویم چې د فلکلور نړۍ، د خلکو د عیني، تجربوي او حقیقي ستو ( بدیدو ) نړۍ ده.
گاریا لورکا د اسپانیا د جټانو د فلکلوري شعرونو ( کانت جوندو ) په باره گې وایی: « دا سرودونه ډېر ژور دي، تر هغو زړونو ډېر ژور چې هستوي يې، او تر هغو آوازونو ډېر لوړ چې بولي يي. دا په دې وجه چې ناپایه دي او له ډېرو لري نسلونو څخه راغلي دي، د کلونو د گورستان له هغې خوا، له لومړنۍ اوښکې او لړمړنۍ کجې څخه .» لورکا د نمونې په توگه لاندینی شعر چې یوه شپانه ویلی دی، وړاندې کوي:

«ما بدمرغ لاره ورکه کړې ده
زه په دې غمجن غره کې،
لار ورکی شوی یم.
د خدای لپاره پرېږده،
چې رمه مې ستاسې جونگړې ته ننه باسم.
په تته لړه کې،
ما بدمرغ لاره ورکه کړېده!
پرېږده شپه تېره کړم،
ته تا سره په جونگړه کې
ما لتره ورکه کړې ده،
د غرونو په لړوکې
ما بدمرغ لار ورکه کړېده !»

په پښتو فلکلوري سروکو کې، یو داسې دی:

« په لوړو غرو باندې راتاو شوو توفانونه
ږلۍ ورېږي،
مه ځه،
دلته شپه وکړه،
پاتي شه ـ
باران دی !

په دې ښکلي لنډ سروکي کې له داسې یوه بې پناه عاشق څخه چې د خپلې محبوبا له ټاټوبې څخه تگونی دی، غوښتل شوي دي د توفان او باران له کبله چې لوړ غرونه يې راچرموړلي او د تگ لاره يې تړلې دي، همدلته پاتي شي او توره توفاني شپه له حپلې محبوبا سره تېره کړي. په دې ښکلي زنگوونگې سدوکي کې، ږلۍ، باران، تورې لوې، غرونه، توفان او په مجموع کې د طبیعت پرتم د میني او لېوالتیا د هغه شور او زور تصویر بشپړوي چې د غرنۍ پیغلې پر زړه او روح باندې يې منگولي لگولې دي. د ولس ورک نومې شاعر د طبیعت مظاهر په ډېره استادۍ د خپل اندوني احساس او روحي بحران د غبرگون بیان ته راښکودي دي. او طبهیت يې له ځان سره داسې اخشلی دی چې د ختیځي میني د گونگ عشق ټول راز او رمزيې د باران او توفان په تصویرونو کې په مجاز ژبه څرگند کړی او بربنډ کړي دی. دا لنډ سروکی هومره ژور دی لکه د هاروت او ماروت افسانوي کوهی. په سروکي کې د مینې پر لېوالتیا برسېره، د پښتنو عنعنوي میلمه پالنه، سادگي، صراحت او صداقت، د طبیعت پرتم او جلال، د عشق بلوغ او شاعرانه نبوغ څبې وهي او ښيي چې دا سپېڅلې مینه په څنگه چاپېریال او ټولنه کې غوړېدلې ده. په لوړوغرونو او هسکو څوکو باندې د توفان راتاوېدل، په ژورو ناووکې مخ په ښکته د وريځو د سیلاوونو را ځوړندېدل، په غرنیو لارو باندې د خوړونو راوتل، په غرونو او غونډیوکې د ږلۍ او توفان برغلونه او د دې ټولو په مجموع کې د طبیعت د پیاوړتوب تجسم دومره رښتونی، هڅوونگی او اغیزمن دی چې انسان د سروکی له معهود موضوع؛ د عاشفانه لېوالتیا له لېونتوب څخه، لاس نیولی راباسي او په بهاند طبیعت کې يې ډوبوي. اوریېدونکی هغه اوج ته رسوي چې طبیعت په انسان کې او انسان په طبیعت کې مستحیل شي او وحدت ته ورسېږي.
🔝